IQNA

عربستان د نوي  ۱۴۴۵ قمری کال لپاره د بهرنیو عمره اداکونکو منل پيل کړل

10:25 - July 22, 2023
د خبر لمبر: 3487661
ایکنا-(ریاض) عربستان حکومت دحج دمناسکو له بریالیتوب سره ترسره کیدا وروسته سملاسي  د نړۍ له درستو هیوادونو دنوي کال یعنی د ۱۴۴۵قمری کال لپاره دعمره اداکونکو ورتلل  منلی او دغه لړۍ پيل شوې ده .

ایکنا د میډل ایسټ نیوز له قوله راپور راکړ، د عربستان د حچ او عمرې د چارو وزارت ،د عمرې د  اداکونې دامکان او دترټولو ښو خدماتو دد وړاندې کولو په خاطر، د ؛خدای د کور د ملمنو خدمت؛ نومې د پروګرام په چوکاټ کې  د مسلمانانو د لازیاتې عمرې اداکولو باندې ټينګار وکړ. 

دغه وزارت په خپلې اعلامیې کې وئيلي دي ،هغه کسان چې له عربستانه بهر د عمرې او د مسجد النبی د زیارت لپاره ورځي ،د ؛نسک ؛ پلیټ فارم له لارې د واردیدا، هستوګنې او ټراانسپورټ د مرحلو د آسانتیا لپاره ، د الیکټرانیکي ویزې د صادریدا غوښته  وړاندې کولی شي.

د وئيلو ده د ۱۴۴۴قمری کال د حج مناسک د جولائي په لومړیو کې  پاي ته رسیدلی دي.

https://iqna.ir/fa/news/4156737

captcha